د انسان وجود د افکارو پر وړاندې غبرګون ښکاره کوي، د وجود د حرارت درجه کې بدلون راځي، د وینې فشار، د زړه درزا او تنفس کې بدلون راځي، عضلاتو کې هم بدلون احساسېږي او لاسونه توديږي . کله چې د درواغو معلومولو ماشین د انسان په وجود پورې ونښلول شي او پوښتنه ترې وشي، چې هغه پیسې تا اخیستي؟
که یې اخیستې وي او دی دروغ ووایی، چې ما نه دي اخیستې نو لاسونه یې سړېږي، د زړه ضربان، د وینې فشار او تنفس یې تیزیږي او عضلې کلکېږي.
د انسان وجود یوازې د درواغو پر مهال عکس العمل نه ښايي، بلکه د هر فکر پر وړاندې غبرګون ښکاره کوي. افکار د وجود په سلولونو اغېزه کوي.
منفي فکرونه، د انسان پر وجود منفي اغېزې لري، انسان کمزوری کوي، خو مثبت فکر انسان ته انرژي ورکوي، انسان ته د ارامۍ او خوشالۍ احساس ورکوي، پر ځان باور او اعتماد پکې پیدا کېږي او د هوښیارتیا احساس ورکوي.
منفی افکار د وجود لپاره ویروس دي.
ژباړه : آرش ننګیال